سلجوقیان

د پرون کيسه

سلجوقیان

104

د هرات “مالان پل” ۱۳ میلادي پېړۍ کې د سلجوق ټبر نامتو سلطان سنجر له خوا جوړ شو.
سلجوق د ترکمن قبایلو یو قام و چې په ۱۱ میلادي پېړۍ کې راتاند شو. د ۱۰۴۰ م په پېل کې د غزني ۵۰ زره پوځ د مرو (ترکمانستان) او سرخس ترمنځ ډنډانکان (دندنقان) کې د سلجوق ځواک نه په ماتې خوړلو خپل سلطنت وبایللو.
سلجوق د “اوغوز” کوچیانو “کاینیک” قام یوه قبیله وه چې په ۹ میلادي پېړۍ کې د شمالي کیسپین او ارال سمندرونو چاپېره درو کې اوسیدل. د دغو کوچیانو “یابغو” زوره ور ټبر د نورو سره یو اعتلاف جوړ کړې و چې د بهرني خطر په وخت د یو بل سره به مله وو. د ۱۰ پېړۍ په نیمایی کې د “کاینیک” خان سلجوق، د یابغو مشرسره اختلاف له کبله د اعتلاف نه ووتلو. سلجوق قام تر خوارزم محدود و خو کله کله به يې په سرحد د غزنوي پوځ سره نښته وشوه. په ۹۸۵ م کې سلجوقیان د سیردریا (جیحون) په لویدیځه غاړه میشت او سني اسلام يې قبول کړو. د غزني سلاطینو به دوی د “دهقان” په لقب یادول. د سلجوق دوه نمسي طغرل بې په ۱۰۲۸ م کې مرو او نیشا پور بې له جنګ ونیول. په ۱۰۳۰ م کې د سلطان محمود د مړینې سره دوی سر راپورته کړو او سلجوق وروڼه د خپل سلطنت جوړولو په تکل کې شو. خو په ۱۰۳۵ م کې د سیردریا په “ناسا” کې د غزنوي پوځ له خوا مات شول. سلطان مسعود د درباري سازشونو له کبله خپل سلطنت د ساتلو جوګه نه و او د سلجوقیانو د مقابلې لپاره ۵۰ زره لښکر يې “سرخس” ته ورواستاو. سلجوق جنګیالو ورباندې ناڅاپه یرغل وکړو او بیا به وتښتیدل. د رسد لارې او د اوبو چینې هم سلجوقیانو ترې نیولې وې او د غزنوي پوځ مورال ټیټ و. اخر په ۲۳ می ۱۰۴۰ م ۱۶ زره سلجوقیانو په “ډنډانکان” کې د مخالف ځواک مات او ټول خراسان ددوی په لاس کې شو.
په۱۰۵۰ م یو کال سلجوق پوځ اصفهان کلابند وساتلو او د دې له نیولو وروسته طغرل او چغري وروڼو هلته یو منظم حکومت جوړ کړو. د چغري زوی “الپ ارسلان” (غښتلی زمری) د خپل تره طغرل سره جنوب کې نورې زمکې نیولې او پلار يې په خراسان کې پاتې و چې د حکومتي انتظام لپاره یو کس “نظام الملک” د صلاحیت نه کار واخیستو.
په ۱۰۵۹ م کې د پلار له مړینې وروسته الپ ارسلان په ګدۍ کیناستو. طغرل په ۱۰۶۳ م کې مړ شو نو د هغه زوی سلیمان يې وارث شو. د طغرل او چغري ورور”کتلامش” د سلجوق مشري لپاره وړاندې شو نو دواړو وریرونو يې مخالفت وکړو. اخر سلیمان او کتلامش سره یو ځای شو او په ۱۰۶۴ م کې د “دمغان” کې د الپ ارسلان سره وجنګیدل. الپ ارسلان بریالی شو او بیا د آرمینستان پلازمینه “آني” يې تر ۲۵ ورځې محاصره کړو. کله چې ښار د دوی لاس ته ورغلو نو بې څاری ظلم کیسې يې شا ته پریښودی. سلجوق پوځیانو کورونه سیزل او ژوندي يې د غلامانو په توګه ځان سره وړل. لوی شمیر ماشومان او ښځې يې بې ګناه ووژل. په ښار کې دومره مړي پراته وو چې خلک پرې نشو تیرېدای. له دې وروسته ګرجستان (جورجیا) هم سلجوقیانو لاس ته ورغلو. د دې لوی سلطنت د انتظام لپاره الپ ارسلان د نظام الملک په مشوره ۱۰۶۶ م کې د ټولوسیمو د حاکمانو یو جرګه راوبلله. هغوی ته يې د حکومت پلان وړاندې کولو نه علاوه، د سلجوق وارث خپل زوی ملک شاه وټاکلو.
په ۱۰۶۸ م کې د سوریا شیعه فاطمي باچا سره د جنګ نه وروسته الپ ارسلان په بازنطین (استنبول) حمله وکړه. د هغه ځای واکمن “رومانوس” درې ځلې خپله دفاع وکړه او تر ۱۰۷۰ م سلجوق يې له دجله وړاندې نه پریښودل. په ۱۰۷۱ م کې رومانوس د ۳۰ زره پوځ سره ارمینستان ته حرکت وکړو. الپ ارسلان چې هغه وخت په جنوب کې د فاطمیانو سره په جنګ و، مخه واړوله او بازنطین سره مقابلې لپاره ورغلو. د سیند پر غاړه “منزیکرت” کې دوی یو بل ته مخامخ شول. د رومانوس د پوځ ترک عسکر ترینه بیل شو نو د ده خپل یو جنرل ورسره خیانت وکړو چې له کبله بازنطیني زورمات شو. دغه جنګ په ختیځ کې د روم د سلطنت د زوال سبب شو. رومانوس ونیول شو او په ښار کې د ګرځولو نه وروسته الپ ارسلان ته يې حاضر کړو. هلته د روغې لوظنامې نه وروسته رومانوس د ډالیو او تحفو سره په پوځي بدرګه او درناوي بیرته خپل ملک ته ورواستاو. بازنطیني سلطنت ۴۰۰ کاله نور هم د مسیحیانو سره پاتې و خو په اناطولیا کې د سلجوقیانو د اغیز سره په ختیځ کې د سني مسلمانانو زورهم زیات شو.
الپ ارسلان خپلو سردارانو ته دا اجازه ورکړې وه چې په بازنطیني اناطولیا کې د مسیحیانو خلاف جهاد وکړي او د سلجوق سلطنت ته د پتمن په توګه ځان له ریاست جوړ کړي. د دې له کبله د اوسني ترکي زیاته برخه د روم له لاسه ووتله او عثماني سلطنت ته لاره هواره شوه. د الپ ارسلان پوځ پیاوړې او معاش يې اخیستو. د مملکت داخلي چارې د نظام الملک په لاس کې وې. خومبې به يې په غله ډکې او د تجارت مالیه به يې د پوځي مهماتو لپاره کاروو. تر ۱۰۶۵ م سلجوق حکومت په عراق او ایران کې “نظامیه” تعلیم رواج کړو. دغه سیسټم د مصرد “جامعه فاطمتہ الزہرا” سیسټم اهمیت راټیټولو لپاره شروع شوی و. په سلجوق دوره کې د فلکیاتو ماهر عمر خیام او امام غزالي په شان فلسفي پیدا شول. نظام الملک پخپله د حکومت کولو په اړه یو کتاب “سیاست نامه” ولیکلو. سلجوقیانو خپله ژبه او روایات د پارس کلچر سره ګډ کړل. فارسي ژبې، هنر او ادب هم هغه وخت وده وکړه. یو وخت په پارس کې “دهقان” نوم د ویاړ نښه شوه. د دوی یو نوښت د سلطنت د ادارې لپاره ځانګړي افسران روزل وو. د مالیو او د باج لپاره يې مسلکي خلکو نه کار اخیستو او په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره ملکي بيورو کراسي جوړه شوه.
په ۱۰۷۲ م کې الپ ارسلان د سلجوقیانو اصل ټاټوبی (ترکمستان) د نیولو لپاره خپل غښتلي پوځ سره آمو سیند ته مخه کړه. د خوارزم پوځ مات شو خو ۴۲ کلن الپ ارسلان د یوسف الخوارزمي په خنجر ټپ وخوړو او څو ورځې وروسته په ۲۵ نومبر ۱۰۷۲ م کې مړ شو. دی يې په “مرو” کې د خپل پلار چغري بیګ تر څنګ خښ کړو. د الپ ارسلان نه وروسته د ده زوی ملک شاه، بیا محمود بن ملک شاه، برکیاروق، ملک شاه (ثاني) محمد تپار او احمد سنجر پرله پسۍ په پارس حکومت وکړو. د غزني د سلطان مسعود (دریم) یوه میرمنه ګوهرخاتون د سلجوق احمد سنجر خور وه. د ۱۱ پېړۍ تر وروستیو سلجوق سلطنت په دوو برخو وویشل شو چې یوه يې شام، عراق او اناطولیا کې خپلواکه حکومتونه جوړکړل او بل د اصفهان نه حکومت کوو. کله چې سلجوقیانو فلسطین ونیولو نو اروپایی ملکونو کې د مسلمانانو خلاف تحریک شروع شو. د مسيحيانو مشر “پوپ اربن ثاني” په ۱۰۹۶ م کې د لومړي صليبي جنگ اعلان وکړو.
په ۱۰۸۶ م کې د شام سلجوق واکمن “تتش (اول) په انطاکیه کې د طغرل زوی سلیمان له وژلو وروسته د هغه زوی قلج (قلیج) ارسلان بندي کړو. په ۱۰۹۲ م کې د ملک شاه د مړینې نه وروسته قلج ارسلان خوشې کړې شو او دی په ارز روم (ترکي) کې د خپل پلار په ګدۍ کیناستو. قلج ارسلان صلیبیانو ته په څو جنګونو کې ماتې ورکړه. په ۱۰۹۷ م کې د ده مقابل کې د اروپایی ملکونو لوی لښکر فلسطین ته روان شو. دوی په ۱۱۰۱ م کې اناطولیا ته ورسیدل نو قلج ارسلان يې مخه ونیوله. د شام او ارزروم سیمه اوس د سلجوق خپلمنځي جنګونو میدان شوه.
په ۱۱۹۴ م کې د سلجوق سلطنت وروستی باچا طغرل (دریم) له مړینې وروسته د دوی حاکمیت ارز روم ( قونیه) ته محدود شو. غیاث الدین کیخسرو (اول) په ۱۲۰۵ کې قونیه کې خپله باچاهي اعلان کړه. د کیخسرو لویه کامیابي په ۱۲۰۷ م کې د بحیره روم انطالیه بندرګاه نیول وو. په شمال کې “سنوپ” او “ټریبزون” له نیولو وروسته په ۱۲۱۸ م کې په حلب کې صلاح الدین ایوبي ورته ماتې ورکړه. د ده زوی کیقباد د ۱۲۲۱ م نه تر ۱۲۲۵ م د بحره روم له ساحلونو بازنطیني واک خاتمه وکړه او د تورې بحیرې نه بل خوا کرایمیا ته يې هم پوځ ورواستاو. حو څو کاله وروسته، په ۱۲۴۳ م کې د چنګیز حملو سره سلجوق سلطنت ختم شو. خو د واکمن ټبر وروسته د چنګیز لمسو سره روغه وکړه چې یو ځلې بیا افغانستان کې حکومت تر لاسه کړو.
صفیه حلیم
سرچینې

۱.سلجوق تاریخ او حقایق- بریتانیکه ویبپانه.
پښتانه د تاریخ په رڼا کښی. سید بهادر شاه ظفر کاکاخیل ، یونیورسټی بُک ایجنسي (شپږم چاپ) پیښور ۲۰۰۶
۲. د اسلام نه وروسته د افغانستان تاریخ- عبد الحی حبیبي.
۳.د افغانستان تاریخ. احمد علی کهزاد، ژباړن- اورنګ زیب ارشاد، دانش خپرندویه ټولنه، کابل ۲۰۱۰م
۴.افغانستان درمسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، دولتی مطبعه ، کابل ، ۱۳۴۶

د لیکوالې له بلاګ څخه په مننې



اعلان