د سعودي په يوه هوايي ډګر راکټي بريد لسګونه تنه ټپيان کړي

سيمه او نړۍ

د سعودي په يوه هوايي ډګر راکټي بريد لسګونه تنه ټپيان کړي

659

د يمن حوثي مليشو د سعودي د سهيل ختيځ ښار ”ابها “ په هوايي ډګر نن يوځل بيا توغندي وارکړل ،چې له امله يې لسګونه تنه ټپيان شول. 

په ټپيانو کې له سعوديانو علاوه هنديان او مصريان هم دي او د څلورو زخميانو حالت نازک ښودل شوی.

حوثيانو پرځپله رسمي ويبپاڼه د بريد پړه اخیستي او سعودي چارواکو هم د پيښې اعتراف کړی.

له څو کلونو راهیسي د سعودي پرمشري د څوهيوادوونو يوه اتحاد د يمن د قاونوني حکومت په ملاتړ د دغه هيوادو د ياغي حوثي مليشو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي، ترڅو دغه ملیشه له سترو ښارونو بیرته شاته کړي.
شيعه مذهبع حوثي ملیشه د ايران په ملاتړ غواړي پر سني اکثريته هيواد يمن د زور له لاري واکمنه شي او د سعودي ميشته شيعګانو په ملاتړ د سعودي د حکومت پرضد هم فعاليت وکړي.



اعلان