اسدالله خالد: پر طالبانو یرغلیز بریدونه زیاتوو

راپورونه

اسدالله خالد: پر طالبانو یرغلیز بریدونه زیاتوو

485

پرون سه شنبې پر ورځ د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنيو چارو مرستيال خوشحال سادات او د بهرنيو ځواکونو قومندان هرات ولايت ته د طالب ضد عملياتو د پلانولو په موخه تللي ول.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د طالبانو د ځپلو لپاره به په لويديزې حوزې کې پوځي عمليات پيل او د يادې ډلې پر وړاندې به یرغلیز بريدونه زیات کړي.

اسدالله خالد د دې سفر په ترڅ کې ويلي، زموږ عمليات په غور، هرات، فراه او بادغیس ولايتونو کې دوام لري او ډېر ژر به دښمن له دې سيمو ورک کړو او ټولې سيمې به بېرته ونيسو.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال خوشحال سادات وايي، د طالبانو پر وړاندې د جګړې لارې بدلې شوې ديهغه زیاتوي، موږ ژمنه کوو چې د طالبانو زندانونه، مشري، ملاتړي یې له منځه وړو، پرته له دې چې کوم توپیر وکړو.

بل پلو افغانستان کې د ناټو ویاند، ډېوېډ بټلر وايي، د طالبانو ځپلو په موخه بهرنيو ځواکونو له افغان ځواکونو سره هر اړخيزه همکاري ترڅنګ د دوی ملاتړ کوي.



اعلان