طالبانو او امریکایانو د ولسمشر له لورې د بندیانو د خوشي کیدو هر کلی کړي

افغانستان

طالبانو او امریکایانو د ولسمشر له لورې د بندیانو د خوشي کیدو هر کلی کړي

201

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان حکومت له لوري د لسګونو بنديانو د خوشې کولو هرکلی کړی او د دې لړۍ د دوام غوښتنه يې کړې ده، بل لور ته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغان د حکومت له لوري د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د جوړ جاړي لپاره د سیاسي فضا د برابرولو هڅې کوي.

جان بس پر ټوېټر لیکلي چې دایمي سوله له ټولو خواوو عفوې ته اړتیا لري. خو د جان بس ویلي، چې د طالبانو له زندانونو بندیان نه خوشې کېږي، بلکې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې په پوځي عملیاتو کې خوشې کوي.

بل لور ته طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي، چې ۸۸۷کسيز نوملړ له ډلې يوازې ۲۶۱کسان له دوی سره تړاو لري او پاتې نور يې هغه عام افغانان دي، چې د چاپو او عملياتو پر مهال نيول شوي او طالبانو سره تړاو نه لري.

د افغانستان د محبسونو عمومي رياست ويلي، چې د بګرام، څرخي پله، ننګرهار، پکتيا، کاپيسا، بغلان او نورو زندانونو څخه يې لسګونه زندانيان خوشې کړي دي او په لنډو ورځو کې به نور خوشې کړي.



اعلان