نوماندان: که ولسمشر ټاکنیزو کمیسیونونو کې لاس وهنو لاس وانخلي ټاکني به تحریم کړو

افغانستان

نوماندان: که ولسمشر ټاکنیزو کمیسیونونو کې لاس وهنو لاس وانخلي ټاکني به تحریم کړو

69

د ولسمشر غني له لوري په ګڼو وزارتو کې وروستۍ ګمارنې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له غبرګون سره مخ شوي دي.

ولسمشریزو ټاکنو ته یوشمېر نوماندانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې که ارګ په ټاکنیزو کمېسیونونو کې له لاس وهنو لاس وانخلي او په دولتي ادارو کې د ګومارنو لړۍ بنده نه شي دوی به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې تحریم کړي. یاد نوماندان وايي، سره له دې چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر غني د کار دوام مشروعیت نه لري خو بیا یې هم په غیر قانوني ډول خپلې دندې ته دوام ورکړی او وروستۍ ګومارنې یې کمپایني بڼه لري.

دوی د ولسمشر له لوري پر دولتي مامورینو د اختر په مناسبت د پیسو د ویش وروستي فرمان په غبرګون کې وايي، چې ولسمشر غواړي له ملي عوایدو کمپایني استفاده وکړي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د ولسمشر غني چارې له اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو له لوري له رسنیو سره د مرکو کول هم په لوی لاس ټاکنیز کمپاین دی.



اعلان