د برتانې سکاټ لينډ یارډ پوليسو د پاکستان ياغي مشر الطاف حسين نيولی

سيمه او نړۍ

د برتانې سکاټ لينډ یارډ پوليسو د پاکستان ياغي مشر الطاف حسين نيولی

138

الطاف حسين د پاکستان متحده قومي مومنټMQM ګوند مشر دی چې دا وخت د پاکستاني ادارو د لاس وهنو له امله دا ګوند په څو شاخونو ويښل شوی او تر بل هر وخت کمزوری شوی دی.

دا ګوند له هغو هندي مهاجرو نه جوړ دی، چې د پاکستان د جوړيدو پرمهال د هندوستان له مسلمان ميشتو سيمو نه پاکستان ته کډه شوي وو.
پر الطاف حسين تور دی، چې د خپلو ملګرو په وژنه او ناقانونه پيسو په ليږلو کې لاس لري.
الطاف حسين د پاکستان په کراچۍ ښاکې د نورو نسلونو په وژنه هم تورن دی او ويل کيږي ده غوښتل چې د کراچي ښار مستقل هيواد وګرځوي او د جناح پور په
نامه ونوموي.



اعلان