یمن: حوثي وسلوالو د مسجدونو تاریخي اثار پلورلي

سيمه او نړۍ

یمن: حوثي وسلوالو د مسجدونو تاریخي اثار پلورلي

110

د یمن د حج او اقافو وزارت مسولین تائیدوي چې حوثي وسلوالو د صنعاء او صعده جوماتونو تاریخي اثار او پخوانۍ نقشی په بهرنیو هیوادونو پلورلي.

ددغه وزارت یومدير"اسماعیل جرموزي" هم منلې ده چې حوثي وسلوالود صنعاء، کوکبان،او صعده د جامع جوماتونوتاریخي آثار او قیمتي نقشې په بهرنیوهیوادونو پلورلي.

ځايي راپورونه وایی: چې موده وړاندې حوثي وسلوالود صنعاء جوماتڅخه هغه قران کریم هم پلورلی کم چې د هوسۍ په پوستکي لیکل شوی و.

او ورسره دا هم ویل شوي چې یوه نااشنا نسخه د قران کریم په یو ایراني باندې د درې میلونه ډالرو بدل کې د حوثیانو لخوا پلورل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د ځينو روایاتو په اساس د صنعاء مسجد هغه ړومبنی مسجد ښودل شوی کوم، چې رسول الله( ص )یې د هجرت په شپږم کال د مکې د فتحې نه مخکې د جوړولو امر کړی و.



اعلان