فراه؛ بانجان او بادرنګ کیلو په یوه افغانۍ، بنډۍ او رومیان کیلو په درې افغانۍ

راپورونه

فراه؛ بانجان او بادرنګ کیلو په یوه افغانۍ، بنډۍ او رومیان کیلو په درې افغانۍ

887

د هېواد لویدیځ ولایت فراه کې سبزي ډېره ارزانه شوې چې بزګر یې له تاوان سره مخ کړي دي.
وړاندې رپوټونو کې ویل شوي وو چې یو کیلو هندواڼه په یوه افغانۍ ده، اوس رپوټونه وایي چې د یو کیلو بانجانو او یو کیلو بادرنګو بیه هم یوې افغانۍ ته ټیټه شوې ده.
اریانا نیوز د ځایي بزګرانو له قوله لیکلي چې د یو کیلو بنډیو او یو کیلو رومیانو بیه درې افغانۍ ته ټیټه شوې ده.
فراه کې د سبزیو او مېوو دغه ټیټې بیې بې سارې دي.
چارواکي وایي، پلازمېنې کابل ته د لېږد د اسانتیاوو د نه موجودیت له امله له ستونزو سره مخ دي.
د فراه د کرنې رییس عبدالمنان متین دغه ولایت کې د حاصل زیاتوالی د بیو د ټیټوالي بل لامل ګڼي.



اعلان