"یو سل اویا طالب زندانیان له څرخي پله زندانه خوشې شوي"

افغانستان

537

سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې افغان دولت نن (دوشنبه) یو سل اویا تنه طالب بندیان له څرخي پله زندانه خوشې کړي دي.
رپوټ وایي چې یو سل دېرش نور بندیان به سبا خوشې شي.
د تېر کوچني اختر په لومړۍ ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د سلګونو طالب بندیانو د خوشې کولو خبره کړې وه.
د ولسمشر سلاکار حمدالله محب ویلي، هغه نهه سوه بندیان چې خوشې کېږي، طالب بندیان دي.



اعلان