د پاکستان د ملي احتساب ادارې پخوانی ولسمشر نيولی

سيمه او نړۍ

د پاکستان د ملي احتساب ادارې پخوانی ولسمشر نيولی

87

د پاکستان د ملي احتساب ادارې NAB د دغه هيواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د پيسو منځلو او د پټو پيسو ساتلو په موخه د ګڼو جعلي بانکي حسابونو په تور نن زندان ته وليږه.

له تير يوه کاله راهيسي د ښاغلي زرداري دوسيه د پاکستان په لوړو محکموکې تر غور لاندي وه او نن پرې د زندان فيصله وشوه .
اصف زرداري د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې ميرمن بينظير بهټو خاوند او د خلګو د ګوند د اوسني مشر بلاول بهټو پلار دي .
هغه له ٢٠٠٨م ميلادي کال نه تر ٢٠١٣ميلادي کال پور ې د پاکستان ولسمشر و.

په پاکستان کې ډيری ازاد شننوونکې ګمان کوي چې د پاکستان د دوو سترو ګوندونو مشران هر يو نواز شريف اوزرداري د پاکستان د فوځ او استخباراتو له خوا تر دوسيو لاندي کړای شوي، ترڅو د فوځ په خوښه د رامنځ ته شوي حکومت اولومړي وزيرعمران خان په وړاندي بيرته په پښو ونه دريږي..



اعلان