د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصاد، نن يو ډالر ۱۵۱ کلدارو ته لوړ شوو

سيمه او نړۍ

د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصاد، نن يو ډالر ۱۵۱ کلدارو ته لوړ شوو

75

د تېر کوچني اختر له رخصتیو وروسته د کاروباري اوونۍ په پیل د ونډو بازار کې کاروبار مخ پر ځوړ دی چې پاکستان سوداګر یې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي دي.

د تازه راپورونو له مخې نن په پاکستان کې د یو امریکایي ډالر بیه ۱۵۱کلدارې وه. دغه راز په بانکونو کې دننه هم یو ډالر دوه او څلوېښت پیسې پورته تللی دی، ورته وخت کې د پاکستان له خوا له نړیوالې مالیاتي ادارې (ای ایم ایف) سره تر هوکړې وروسته دا ویره شته چې د روان کال تر وروستیو پورې به د یو ډالر بیه له ۱۵تر ۲۰سلنې پورې نوره هم پورته لاړه شي. د چارو شنونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، روان وضعیت ته په کتو ښایي دا هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ شي.



اعلان