په جرمني کې په جوماتونو برید قران شریفونه ته زیان اړولی

سيمه او نړۍ

په جرمني کې په جوماتونو برید قران شریفونه ته زیان اړولی

168

د جرمني په بریمن او هیسن ښارونو کې یو د ترکانو او بل د افغانانو او پاکستانیانو په ګډ جومات بریدونه شوي دي.

د جرمني د بریمن په ښار کې د رحمان په نامه په جومات چې ترکیې مسلمانو اړوند وه برید کړي، د برید سره نږدې ۵۰جلده قرانکریم تخریب شوي دي، د هیسن ایالت د کاسل په ښار کې په مرکزي جامع جومات چې افغانان اوړ پاکستاني مسلمانو اړوندوه هم برید شوی دی، یوازې مسجد ته پکې مالي زیان اوښتي.

د جرمني د بریمن په ښار کې برید کوونکو په جومات کې نږدې ۵۰جلده قرانکریم تخریب کړي دي. ویل کیږي د تخریب کړو قرانکریم ځینو پاڼې په تشنابونو کې غورځولي دي.

د یاد شوي ښار مسلمانانو ددې ضد انساني او ضد اخلاقي برید په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او د سیمه ایزو مقاماتو نه يي هر څه ژر د ددې برید د فاعلینو د نیولو او د خپلو اعمالو په سزا د رسولو غوښتنه کړې ده .

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په لویدیځ کې د اسلام فوبیا کچه تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلې ده .



اعلان