د یونان مرکز اتن کې لومړنی جومات جوړیږي

سيمه او نړۍ

د یونان مرکز اتن کې لومړنی جومات جوړیږي

117

د تاریخي یونان پلازمینه اتن کې پس له دوه پیړیو لومړنی جومات جوړیږي، د يونان د پوهنې وزير ويلي، دا جومات په ۸۵۰زره يورو مالي لګښت جوړېږي او ښايي تر يادې مياشتې د عبادت كوونكو لومړۍ ډله په كې لمونځ وكړي.

ويل كېږي د يونان په نورو سيمو كې جوماتونه شته، خو په ۱۸۳۳م ميلادي كال كې د عثماني سرتېرو له وتلو راهيسې د دغه هېواد پايتخت اتن رسمي جومات نه لري.

د يونان د نفوس دوه فيصده وګړي مسلمانان دي.



اعلان