"ځلونه مو له ملا عمر د اسامه تسلیمي وغوښته، خو ملا عمر و نه منله"

راپورونه

973

د سعودي د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفیصل ویلي، امریکا ځکه د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن جسد اوبو ته وغورځوه څو د مزار (زیارت) د جوړېدو مخه ونیسي.
الفیصل العربیه سره خبرو کې ویلي، هغه څه چې اسامه وکړل، په اړه یې هېچا فکر نه و کړی.
"اسامه به تل خپل استوګنځی بدلوه څو و نه پېژندل شي."
الفیصل ویلي چې ځلونه یې له طالب مشر ملا محمد عمر څخه د اسامه د ور سپارلو غوښتنه وکړه، خو ملا عمر و نه منله. الفیصل زیاته کړې چې ملا عمر ته یې د اسامه د نه ورسپارلو په اړه خبرداری ورکړی و.
اسامه د القاعدې جهادي ډلې مشر و چې په ۲۰۱۱ کې د پاکستان په ایبټ اباد کې امریکایانو وواژه.
القاعدې په ۲۰۰۱ کې د امریکا په ښارونو د بریدونو مسوولیت ومانه چې له امله یې امریکا په افغانستان برید وکړ.
اسامه افغانستان کې و او طالبانو یې امریکا ته سپارل ردول.



اعلان