امریکا: یخچال کې د یوې افغانې میرمنې مړی موندل شوی

افغانستان

امریکا: یخچال کې د یوې افغانې میرمنې مړی موندل شوی

784

ارزو کاشفي د وروستي ځل لپاره د مې پر ۲۵مه لیدل شوې او میړه یې وحید کاشفي د مې پر ۲۸مه د منځني ختیځ پر لور تښتېدلی.
د ارزو له مړي سره د ۵۰ زره ډالرو چک، قیچۍ او چړې هم موندل شوې دي.
پولیسو د واشنګټن سپوکن هوايي ډګر پر وړاندې د وحید کاشفي موټر هم پلټلی او په هغه کې یې یو لیک موندلی چې پرې لیکل شوي: (( دلته یو دوه ویډیوګانې دي، تاسې کولای شئ ویې ګورئ او خپله قضاوت وکړئ. مننه)).
د ارزو یوې ملګرې پولیسو ته ویلي، چې میړه او ښځه دواړه یو پر بل بې باوره وو او وحید د خپلې مېرمنې له لباس او چلنده ناخوښه و.مېرمنې یې هم اعتراض درلود، چې نوموړی له نورو ښځو سره اړیکې لري.
د محکمې دوسیې ښيي، چې ارزو له مرګ وړاندې له کوره تللې وه او دوه ورځې د بل چا کره اوسېده.
ارزو دوه یو کلن او پنځه کلن بچیان درلودل، چې اوس د ماشونو د ملاتړ په یوه مرکز کې ساتل کیږي.
وحید کاشفي غزني کې د امریکايي ځواکونو ترجمان و.



اعلان