افغانستان او روسيه؛ د يوې پېړۍ اړيکې او تازه بوختيا

نظر او تحليل

افغانستان او روسيه؛ د يوې پېړۍ اړيکې او تازه بوختيا

74

افغان-روس ډيپلماټيکې اړيکې سره له دې چې په تاريخي منظر کې د احمدشاه بابا او امير شيرعلي خان تر دورو رسېږي خو د معاهدو او پوهاوي ليکونو په کچه دغه دوره د غازي امان الله خان له دورې پيلېږي. افغان-روس اړيکې يوازې تشريفاتي او سمبوليکې نه دي پاتې شوي، دغو اړيکو له لرغونو سړو راشه درشه نيولې بيا د محمد ظاهرشاه او محمد داودخان تر واکمنيو او د ثور تر کودتا بيا تر دې دمه فعالې او بوختې مرحلې لرلي دي. شوروي په افغانستان کې د انکشافي پروژو، تعليمي بورسونو او فرهنګي مشارکتونو تر څنګ دلته نظرياتي او نفوذي بوختيا او د دې بوختيا په تناظر کې د ځانګړو خلقي ګوندونو او وروسته د يو شمېر جهادي تنظيمونو د حمايې له لارې د افغانستان د وروستۍ نيمې پېړۍ په لويو قضيو کې د دخيل او مطرح لوبغاړي په توګه نقش لرلی.

افغان روس اړيکې؛ د يوې پېړۍ پسمنظر
کله چې غازي امان الله خان له انګليس نه د استقلال جګړه وګټله او په داخلي او خارجي سياستونو او چارو کې يې د بشپړې خپلواکۍ اعلان وکړ، شوروي له لومړيو هېوادونو و، چې دغه نوې خپلواکه شاهي يې په رسميت وپېژندله، او وروسته بيا د دواړو هېوادونو تر منځ په لومړۍ معاهده کې د افغانستان د خپلواکۍ په رسميت منلو سربېره د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ لاسليک شوې، تر دې وروسته بيا د نظامي تړون په امضا کولو سره شوروي له افغانستان سره نظامي مرستو ته ژمن شو او په دې سلسله کې يو شمېر افغان زده کوونکي د پيلوټۍ په برخه کې شوروي ته ولاړل. تر دې وراخوا د لېنن او غازي تر منځ د ليکونو تبادله هم ترسره شوې وه.
دغه اړيکې د غازي امان الله خان د واکمنۍ تر سقوط وروسته د محمد نادرخان په پاچاهۍ کې بيا ځلې د معاهدې په امضا کولو سره تجديد شوې. د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې بيا هم له شوروي اتحاد سره د پخوانيو معاهدو په تعقيب نورې معاهدې امضا شوې، په دغه مرحله کې د افغانستان پرمختګ لپاره ماسټرپلانونه طرحه شول، د محمد داودخان په صدارت کې لومړنی پنځه کلن ماسټر پلان طرحه شو، دغه پلان د ۱۹۵۶-۱۹۶۱ پورې و، د دغه پلان لپاره شوروي کادرونه کابل ته راغلل او د پلان وزرات کې يې د افغانستان لپاره ماسټر پلان طرحه کړ. ورپسې دويم ماسټر پلان، دريم ماسټر پلان او بيا د ثور په کودتا سره نوی ماسټر پلان هم طرحه شو، خو بريالي ماسټر پلانونه لومړني دوه ماسټر پلانونه وو، چې له امله يې په لسګونو زېربنايي سترې پروژې بشپړې او ګټنې ته وړاندې شوې.
دا چې محمد داودخان په چپي ګوندونو په ځانګړي ډول پرچم کې ملاتړ درلود او له بلې خوا په سيمه کې نوي جغرافيوي تغيرات داسې وو، چې په کې امريکا د افغانستان په نسبت پر پاکستان ډېر باور کاوه؛ له همدې امله افغانستان له شوروي سره تودې اړيکې ودرلودې، البته دا په دې مانا نه چې ګنې د شوروي په وړاندې د اړيکو د توازن هڅه نه وه شوې، افغانستان د خپلو نظامي او اقتصادي پرمختګونو لپاره د امريکا د توجه را اړولو ډېره هڅه وکړه خو هغوی د دغسې توجه په حد کې نه وو، خو بيا هم امريکا په افغانستان کې يو شمېر لويې پروژې حمايه کړې، په دغو لويو پروژو کې د کندهار هوايي ميدان، د هلمند وادي پراختيايي پروګرامونه، د کجکي برېښنا بند او داسې نور وو.
په هر صورت د امريکا او په مجموع کې غرب په مقابل کې شوروي اتحاد له افغانستان سره په پراخه کچه اقتصادي-اجتماعي ميدانونو کې مرستې وکړې، د شوروي اتحاد د مرستو عمده خاصيت دا و، چې هغوی دلته زېربنايي پروژې ابادې کړې، دغه پروژې تر دې مهاله د افغانستان لپاره زېربنايي دي، حتی د امريکا په تېر اتلس کلن شتون کې او د دوی په دا دومره ډېرو ډالرو کې دوی داسې زېربنايي جوړښتونه رامنځته نه کړل چې د نيمې پېړۍ مخکې شوروي له زېربنايي پروژو سره دې پرتله شي. د امريکايي پېر پروژې اکثره روبنايي او لنډمهاله دي.
په افغانستان کې د دغو زېربنايي پروژو سره شوروي مرستې هم بلا عوضه وې او هم اوږد مهاله پورونه وو، دغو پروژو افغانستان د صنعتي کېدو خواته بيوه، په هغسې يو فقير او ناصنعتي افغانستان کې د شوروي سوسياليستي مبارزو لپاره نه فيوډالان وو او نه کارګران، شاید د دغو ډېرو پروژو په ابادۍ کې دا فلسفه نغښتې وه چې لږ تر لږه دلته کارګري طبقه رامنځته کېده او په دې کارګرانو کې بيا د شوروي اتحاد په سبک کارګري اتحاديې ايجادېدې، دغو اتحاديو بيا په خپل نوبت د مارکسېزم په فلسفه کې د انقلاب شعار پورته کاوه.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد زېربنايي پروژو څو بېلګې
د کابل او بغلان سيلو، د جنګلک موټر جوړونې کارخانه، د درونټې او نغلو برېښنا بندونه، ننګرهار د اوبو کانالونه، ننګرهار د مالټو او زيتونو فارمونه، کابل پلخمري لوی سړک، د کندهار، هرات او تورغونډۍ لوی سړک، د سالنګ تونل، د کابل، بګرام، شينډنډ، کندهار او کندز هوايي ميدانونه، د کابل مکروريان، د کابل څلورسوه بستريز روغتون، بېلابېلې کارخانې لکه؛ د مزار شريف کيمياوي سرې کارخانه او د کابل کورجوړونې کارخانه، په شمال کې د ګاز او نفتو تفحصات، په کابل کې د پوليتخنيک پوهنتون او داسې نورې په لسګونو پروژې.
کله چې خلق ګوند پر محمد داودخان کودتا وکړه تر دې مرحلې وروسته بيا هم معاهدې لاسليک شوې، خو د افغانستان دوديزې ناپييلې ډيپلماسۍ له شوروي سره د خلق ډيموکراټيک حکومت نظرياتي خپلولۍ ته ځای پرېښود. په دغه مرحله کې د خلق ډيموکراټيک حکومت او شوروي چارواکو تر منځ اړيکې خورا تودې شوې او دوی په پرانيستي ډول د لويو لويو وطنيو قضيو په اړه ګډ مجلسونه، ټيليفوني اړيکې او راشه درشه درلودل. دغه اړيکې د ملي حاکميتونو پر ځای د نظرياتي او مارکسېستي شريکانو کچې ته شول.

ډيپلماټيکه سليزه؛ د بوختيا تازه پړاو
د ۱۹۱۹ مۍ اوه ويشتمه د افغان روسيې په تاريخ کې د لومړنۍ ډيپلماټيکې اړيکې ورځ په نوم يادېږي، دغه اړيکه له انګليسه د ازادۍ ګټونکي غازي امان الله خان او نوي رامنځته شوي شوروي اتحاد تر منځ رامنځته شوه، او وروسته بيا دا اړيکه په بېلابېلو دورو کې نوره هم ټينګه شوه. له ۱۹۱۹ تر ۲۰۱۹ پورې يوه پېړۍ زمانه ده او په دې زمانه کې افغانستان او شوروي اتحاد د له دوه سيالو هېوادونو له سطحې نيولې د شوروي اشغال تر حده د اړيکو لوړې ژورې دواړه تجربه کړې.
کله چې د ۲۰۱۹ مۍ ۲۷ مه رارسېده، د پخواني شوروي اتحاد ځايناستې روسيې دغه ورځ د دوديزې يادونې پر ځای د افغانستان په قضيه کې د يوې فعالې ډيپلماسۍ د ور په توګه وکاروله، که نه روسيه له نورو هېوادونو سره هم ورته د لومړنيو ډيپلماټيکو اړيکو ورځې لري؛ ايا کله يې دغسې ورځې په ځانګړيو ترتيباتو لمانځلي؟ خو دا يو ښه پرمختګ دی، روسيې د محمد داودخان د واکمنۍ تر سقوط وروسته په افغانستان کې د مستقيمې او نامستقيمې جګړې سياست لرلی، نن چې دوی په افغانستان کې د سولې خبره لري دا هغه مشترکه ګټه ده، چې روسيه او افغانستان دواړه په کې شريک دي او ورته اړتيا لري.
د افغانستان د ښکېلو لوريو سره د روسيې د اړيکو په منظر کې دا تحول هم نوی دی، چې روسيه له طالبانو سره د خبرو اترو او اړيکو له مخې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ځانګړيو تنظيمي اړيکو حصار ماتوي او دا اړيکې هم په تنظيمي لحاظ او هم په ايتنيکي لحاظ متنوع کوي.
که روسيه له زړه غواړي، چې په افغانستان کې سوله راشي نو اړينه ده، چې د داسې خبرو اترو چاپېريال رامنځته کړي چې هلته د طالبانو، افغان حکومت او بېلابېلو معتبرو سياسي-اجتماعي لوريو جدي او ارزښتي خبرې اترې ترسره شي. دا چې د مسکو په دغه فورم کې ټول افغان لوري او ورسره روسيه هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو سلا دي او پرې تاکيد کوي؛ دا د افغانستان د ملي ګټو لوړه څوکه ده، هيڅ افغان نه غواړي، چې هېواد کې دې يې بهرنيان پر جنګېدونکي مشن پراته وي، دا د افغانستان د ملي خپلواکۍ تر ټولو لويه داعيه ده او افغانان په دغه داعيه کې تل مبارز پاتې شوي.
د جهادي کرښې يوه تجربه شوې قضيه دا هم ده، چې د دوی ډېر ترکيز پر جنګ راټول وي، دوی د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې بوختيا لپاره لازم تياری او تمرين نه لري، له همدې امله دوی تل د جنګ له زاويې مسايلو ته ننوځي، او دا يو حقيقت دی، چې د جنګ دا زاويه تل د بېلابېلو فکټورونو تر اغېز لاندې لويه او کوچنۍ کېږي، طالبان بايد په دې مرحله کې د سولې په قضيه کې د پخوانيو جهادي تنظيمونو تجربه له پامه ونه غورځوي، د سولې لپاره مناسب وختونه تل نه مهيا کېږي او په جنګ او سوله کې ځواکمنتيا هم تل نه وي، همدغه مناسب وخت او ځواکمن وجود په سوله کې څوربه برخه ټاکي. پخوانيو جهادي تنظيمونو چې د سولې د اړتيا پر مهال به يې سوله ټوله د خپلو معيارونو پر بستر غوښته خو داسې مرحلې هم پرې راغلې چې بيا په کې دوی ټول له خپل بستر سره په وطن کې د شپو او ورځو درک نه لرلو. طالبان د قضيې د يو خورا مطرح لوري په توګه نن د خپل عروج پر هسک دي، دوی ته په کار دي چې د سولې پر نازکو لارو پوه وي.
طالبان د خبرو اترو په مسير کې بايد يوازې له خپله ليده ونه ګوري، د افغانستان قضيه په غټه کې يوه ملي قضيه ده او دلته حتی له کوچني نفوذي ګروپ له پامه غورځول د راتلونکي بلې فاجعې لپاره بس ده. طالبانو سره دا ښه ښکاري، چې دوی په افغاني کچه د افغان حکومت سره د خبرو اترو محور نفی نه کړي، که طالبان له حکومت سره خبرې اترې ونه کړي نو په دې صورت کې يوازې د بهرنيانو وتل به هيڅکله دغه جنګ ته پای ورنه کړي، بهرنيانو لپاره دا ډېره اسانه او ارزانه ده، چې دلته دې د هغوی ځاني تلفات نه وي خو د هغوی جنګ دې دلته دوام ولري او دغسې ارزانه جګړه هغوی پورته کولای شي.
که روسيه غواړي په افغانستان کې مثبت نقش تر سره کړي او ښې اړيکې له سره پيل کړي نو د سولې په قضيه کې بايد ناپييلتوب او ښه اراده ثابته کړي، له دې ور اخوا روسيه بايد د افغانستان په بيا رغونه کې سخاوتمندانه برخه واخلي، په دې ډول به دوی له يوې خوا د هغه جنګي تاريخ څپرکی وتړي چې دوی په کې دلته تر يو ميليون شوروي عسکر په دوراني ډول بوخت ساتلي وو، له بلې خوا به د نوي افغانستان په زېربنا کې روسيه عملاً د خپلې دوستۍ ثبوت ورکړي، روسيه بايد دا درک کړي چې دوامداره کراري او امن د اقتصادي پرمختيا او ټيکاو پرته امکان نه لري او کله چې دغسې ټيکاو په افغانستان کې نه وي نو د دې جنګ اورونه بيا په افغانستان کې نه تمېږي او دا به د روسيې پر واقعي پولو اوړي.
په افغانستان کې د روسيې د انکشافي همکارۍ لپاره دا هم اړينه ده چې افغان حکومت د روسيې د مرستو جلبولو او تطبيق لپاره شرايط برابر کړي. لږ تر لږه افغان حکومت بايد د روسيې هغه ژمنې تعقيب کړې وای، چې دوی په کې له ۱۳۹۲ را په دې خوا د پخواني شوروي اتحاد د نيمګړو پروژو د بشپړتيا او بيارغاونې وعدې کړي، دا تعقيب د امريکا او سيمه ييزو قدرتونو تر منځ د افغانستان ناپيېلتوب په زبات رسوي او دا د افغان حکومت په رهبرۍ پورې اړه لري چې څرنګه کولای شي د امريکا او ناټو شتون د روسيې د مرستو جلبولو لپاره د ننګونې پر ځای پر يو فرصت تبديل کړي؟



اعلان