په اخلاقي فساد تورن کرام‌الدین کریم د تل لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو منع شو

افغانستان

په اخلاقي فساد تورن کرام‌الدین کریم د تل لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو منع شو

128

تیره ورځ د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کرام باندې چې پر ښځینه لوبغاړو پر جنسي تیریو تورن وو، خپله وروستۍ پریکړه اورولې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چی د فیفا له لوری خپور شوی دی، راغلی دی چی ښاغلی کریم د ۲۰۱۳او ۲۰۱۸کلونو کې په متداوم توګه، پنځه فوتبالیست انجونی تیرۍ، آزار او جنسی زورونې لاندی نیولي دي.

د خبرپاڼې په اساس، د فوتبال نړیوال فدراسیون قضایی کمیتی دا تصمیم د پنځو ښځینه فوتبالیستانو شکایتونو څیړنو په اساس نیولي، چی ښاغلی کریم هغوی آزار او جنسی زورونې باندی تورن کړی وو.

نږدی پنځه میاشتی مخکې، خالده پوبل، د افغانستان انجونو فوتبال ملی ټیم پخوانۍ مربی د ګاردین ورځپاڼی سره خبرو اترو کې ادعا کړي چی هیواد فوتبال فدراسیون ځینی مسؤولین ښځینه فوتبالیستان جنسی زورونې لاندی قرار ورکړی دی.



اعلان