شاهین: د سولې لپاره د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلانول اړين دی

افغانستان

شاهین: د سولې لپاره د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلانول اړين دی

185

د طالبانو د قطر دفتر سیاسي ویاند سهیل شاهین په يو تازه مرکه کې عرب نیوز ته ویلي، د افغانستان اتلس کلن بحران د سياسي حل لپاره له هېواده د ټولو بهرنيو پوځيانو بشپړ وتلو مهالوېش اعلانول اړين دي.

ښاغلي شاهين زياته، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې شپږم پړاو ناسته کې دواړو لوريو ځينې مهم پرمختګونه کړي وو، خو هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي؛ ځکه طالبانو ټينګار کاوو، چې لومړی بايد د بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلان کړی شي.

طالبانو د امریکایانو سره په هر ځل خبرو کې په دې خبره ټینګار کړي چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالویش اعلان کړي، دوئ امریکایانو ته ډاډ وکړي چې افغانستان خاوره به په اینده کې د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي.

شاهین په خپلو خبرو کې ویلي چې اووم پړاو خبرې امریکایانو سره ډیرې مهمي دي او ټول جنجالي موضوعات به پکې حل شي او دواړه لوري به پکې یو هوکړې ته ورسیږي.



اعلان