د پښتونخوا حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو له نور پاتې کېدو سره مخالفت کړی

سيمه او نړۍ

د پښتونخوا حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو له نور پاتې کېدو سره مخالفت کړی

1083

د خېبرپښتونخوا حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو له نور پاتې کېدو سره مخالفت کړی.
د پښتونخوا حکومت د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده نوره و نه غځوي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې جون میاشتې په دېرشمه پای ته رسېږي.
د کډوالو د مودې د غځولو او نه غځولو پرېکړه د پاکستان د وزیرانو شورا کوي.
د ایکسپرس نیوز د رپوټ له مخې، د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ویلي چې څلوېښت کاله یې د افغان کډوالو مېلمستیا وکړه.
د یوسفزي په خبره د افغان کډوالو له امله یې هېواد د امنیت له ستونزو سره مخ شوی او کاروبار ته زیان رسېدلی دی.
پاکستان کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوالو اوسېږي.



اعلان