خیالي ټولنه-یوټوپیا

د پرون کيسه

خیالي ټولنه-یوټوپیا

144

د چاپیریال ساتونکي په دې نظر دی چې یوه ټولنه باید د طبیعت سره متوازن ژوند وکړی. د یویشتمې پېړۍ دریمه لسیزه د شین سیاست یوه برخه ګرځیدلې ده. ځینې په دې نظر دی چې پېسه دې ختمه شي او وګړي باید هغه کار وکړي چې دوی ترې خوند واخلي او دا د نورو خلکو د ښیګړې لپاره وي. دغسې یوه خیالي ټولنه ” یوټوپیا” نومېږي. د یوناني ژبې “یو” د “ښه” او “ټوپس” د ځای مانا ورکوي. د دې متضاد ټکی “ډیسټوپیا” وي. یوټوپیا هغه ځای وي چې یو انسان پخپله ځان له جوړوي. دا هغه خیالي ټولنه وي چې ټول اوسېدونکي يې مکمل انسانان وي.
د “یوټوپیا” مفکوره په لومړي ځل پینځم ق م پېړۍ کې د یونان فلسفي ” افلاطون” (پلېټو) وړاندې کړه. په دغه جمهوریت (ریپبلک) کې انسانان په څو طبقو وېشلي وو چې طلایی، نقریی، مسین او اوسپنېز په لقب یادېږي. په سر کې طلایی انسان د ۵۰ کاله د سختې روزنې نه وروسته ” فلسفي باچا” کېږي. د باچا تعلیم د “یوټوپیا” مرکزي ټکی دی ځکه دی پخپل عقل او پوهې ټولنه غربت او ناپوهۍ ته نه پرېږدي. دغه جمهوریت کې قوانین لږ دي او هر وګړی پکې برابر سیاسي او معاشي حقوق لري. د یوټوپیا حاکم خپل ولس جنګ ته نه استوي او له خپلو ګاونډیانو خلک اخلي چې په پېسو ورله جنګ کوي. هغه جنګیالي په خطرناکو سیمو ته وراستول کیږي او هیله دا وي چې دغه جنګي قام به پخپله ختم او نړۍ به له دوی پاک شي. د افلاطون دغه “جمهوریت” تر پیړیو بحثونه راپارول او د سیاسیاتو د مطالعې یوه برخه ده.
د افلاطون په دغه مفکوره د برطانیې “ټامس مور” په ۱۵۱۶ م کې یو کتاب ولیکلو چې ” یوټوپیا” نومیدو. دا د جنوبي امریکه د ساحل نه وراخوا په اټلانټیک سمندر کې یوه خیالي جزیره وه. تامس مور د کتاب یو کردار دی او په بلجیم کې خپل یو پخواني ملګري او د هغه انډیوال سره ویني. انډیوال يې ډېرو ځایونو ته سفر کری دی. درې واړه په دې بحث بوخت شي چې فلسفه په سیاست اغیز کولې شی او که نا. انډیوال يې د یوې جزیرې زکر کوي چې هلته هر څه د نورې نړۍ نه ښه وي. ځینو د ټامس مور کتاب په ټولنې یو طنز وګڼلو خو سوشلسټ نظر لرونکو د “یوټوپیا” مفکوره خوښه شوه. په امریکا کې کله چې برطانویانو خپلې کالونۍ جوړې کړې نو څه نا څه د “یوټوپیا” مفکوره يې پکې پلي کړه. په ۱۶۷۰ م کې کیرولاینا- په ۱۶۸۰ م کې پینسلوانیا او په ۱۷۳۳ م کې د جورجیا ریاستونه يې بیلګې وو. په جورجیا کې ټولو اوسیدونکو ته په یو کچ برابر زمکه ورکړې شوه. دوی د نورې زمکې د اخیستو اجازه نه لرله. هم دغسې په میراث کې چا خپل اولاد ته زمکه نشوه پریښودی. وروسته په ۱۹۶۰ م کې امریکه کې د “کمیون” سیسټم جوړ شو. دا د انساني ټولنې ژوند ته بهبود ورکول وو. په کروندو د امن سره ژوند کول او د زمکې حاصل په ټولو برابر ویشل اوس هم په ځینو لیرې پرتو سیمو کې عملي بنه لری. په وړو کلیو او فارمونو کې څو سوو کسانو به خپله ټولنه جوړوله او دوی خپل اصول پلی کوي. په دوی کې ډېر ټولنې ختمې شوی خو نور پاتې دي.
په ۱۹۰۵ م کې ایچ جي ویلز “عصری یوټوپیا” کتاب لوستونکو له خوا وستایل شو. د تیرو پیړیو په پرتله خلک د ټولنیز انصاف په غوښتنه کې زیات منظم شول. د ۲۰ پېړۍ د انقلابونو تر شا “یوټوپیا” مفکوره فعال وه. د روس او چین انقلاب د دې لوی بیلګې دي. په ۱۹۵۷ م کې روسي لیکوال آیون ایفریموف د ساینسي یوټوپیا “اینډرومیډا” نومې کتاب ولیکلو. په دې کې د نړۍ خلک د نورو سیارو د مخلوق سره اریکې ساتي.
د “یوټوپیا” ارمان په عمل کې د هند په جنوب کې ۱۹۶۸ م کې پوره شو. ” د فرانس یوې میرمنې “میره الفاسه” د خپل یوګا استاد په ملاتړ د یو داسې ښار بنسټ کیښودو چې په روحاني باور ولاړ و. دا ښار “آروویل” ( د سپیدې ښار) نومېږي.
د دې پراجې لپاره د هند حکومت د کال ۲ لکه ډالر ورکوي. د دې نه علاوه ځینې ادارې او اشخاص هم ورته پانګه ورکوي. دا د یونیسکو له خوا ژغورل شوې سیمه ده. ښار په یو شین ځای کې د نقشې سره سم جوړ شوی دی او ورته د تلو ۳۲ لارې دي چې دېوال نه لري. هر کس چې هلته د اوسیدو لپاره ورځي نو لومړی یوه ونه کري. بیا یو ټاکل شوې پیسې ورکوي او په بدل کې یو کارډ اخلي چې د ښار له هټیو د خپل اړتیا توکي پرې اخیستی شي. هلته تلونکي زیات خلک هنرمندان، چاپیریال ساتونکي، انځورګر او لیکوالان وي. که څوک هلته مستقل ژوند غواړي نو باید ۲ کاله وېړیا پکې کار وکړي چې دغه موده کې له هلته وتلې نشي. وروسته دغه کس د یو کمیټی ته قناعت ورکوي چې ځان له پخپله ډوډۍ پیدا کولې شې نو د “آرویل” تابیعت اخلي. دغه ښار د ۵۰ زرو کسانو لپاره جوړ شوی و خو څو کاله د دې نفوس د ۴۰۰ نه زیات نشول چې د ۲۰ ملکونو نه هلته ورغلي وو. اوس هم دلته شا و خوا ۳۰۰۰ کسان میشت دي. خو د دې لیدو لپاره هر کال په زرګونو خلک ورځي. د میره الفاسه له مړینې وروسته ښار کې شخړه پیدا شوه او په ۱۹۸۰ م کې د هند حکومت د دې چارې پخپل لاس کې واخیستې. دلته د اوبو کمی دی او خلک نزدې کلیو ته د اوبو راوړلو لپاره ورځي. د خواړو توکي پکې کله نا کله کمی راشي او هټۍ وال بیا کارډ په ځای د پېسو غوښتنه کوي. په تیرو څو کلونو کې د ښځو د بې پته کیدو او د قتل نه علاوه د نورو جرمونو پیښې د آرویل خیالي جنت ړنګ کړو.
داسې ښایی چې تر څو انسان په دغه نړۍ کې پاتې وي، “یو ټوپیا” امکان نه لري.

د لیکوالې له بلاګ څخه په مننې



اعلان