شمالي وزیرستان کې د سړک د غاړې بمي چاودنې ۴ پوځیان وژلي

سيمه او نړۍ

شمالي وزیرستان کې د سړک د غاړې بمي چاودنې ۴ پوځیان وژلي

131

د شمالي وزیرستان په خړ قمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په پوځي موټر قوي بمي چاودنه شوي چې له امله د پاکستان د پوځ څلور سرتیري وژل شوي او درې نور سخت ژوبل دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې رسنيو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ويلي، چې خړ کمر سيمه کې ځای پر ځای شوي ماين د پوځيانو موټر په نښه کړی دی، دوئ زیاتوي چې تېره میاشت هم دغه سیمه کې لس پوځیان وژل شوي وه او ۳۰ نور ټپیان شوي ول.

د پاکستان لومړي وزیر هم پر پيښه سخته خواشیني ښودلي، د پيښې مسؤلیت لا تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.



اعلان