طالبانو نا اعلان شوی اور بند کړی و؟

راپورونه

طالبانو نا اعلان شوی اور بند کړی و؟

250

تېر کوچني اختر کې طالبانو په رسمي ډول د اور بند اعلان کړی و، خو دا ځل یې د یو شمېر افغان سیاسیونو په غوښتنه هم د اور بند اعلان و نه کړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد چې هره ورځ د ورځینو طالب بریدونو په اړه په خپل ټوېټر مالومات خپروي، د دغه کوچني اختر په درې ورځو کې یې د هېڅ برید په اړه هم مالومات خپاره نه کړل.
ځینې ګومان کوي چې طالبانو نا اعلان شوی اور بند کړی و.
رسنیو کې هم له ټول افغانستانه د کوم برید په اړه رپوټ ور نه کړل شو.
مجاهد بي بي سي ته ویلي چې دوی په دغو درې ورځو کې په دفاعي حالت کې وو او په افغان ځواکونو یې هېڅ برید نه دی کړی.
ځینې رپوټونو کې بیا ویل شوي چې ګډو ځواکونو په ځینو ولایتونو کې عملیات کړي چې مرګ-ژوبله لري.



اعلان