عمران خان د اقتصادي بحران له امله په پوځ د بودیجې کمولو هرکلی کړی

سيمه او نړۍ

عمران خان د اقتصادي بحران له امله په پوځ د بودیجې کمولو هرکلی کړی

168

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هېواد د پوځ د دې پرېکړې هرکلی کوي چې وايي پخپله خوښه د راتلونکي مالي کال بودیجه کې کمی راولي.

دپاکستان دځپل شوي اقتصادي وضعیت برسیره د پاکستان د پوځ په دفاعي بودیجه کې په احتمالي اضافه رسنیو کې له سختو نیوکو وروسته دپاکستان پوځ اعلان کړی چې پخپله خوښه به دفاعي بودیجه کې له اضافې تیریږي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان دپوځ داپرېکړه ستائیلې ده اؤ ویلي یې دي دپوځ دبودیجې نه چې کومې پیسې پاتې کیږي حکومت به هغه خیبر پښتونخواصوبه کې د ورګډو شوؤ قبائیلي سیمو اؤ بلوچستان په پرمختیا مصرفوي.

څیړونکي وایي دپاکستان ملي بودیجه کې هرکال ددفاع په نوم دپوځ دپاره بې خرته پېسې اېښودل کیږي خو داځل چې حکومت دهیواد دخراب اقتصادي حالت له امله دخپلو مالي چارو پرمخ وړلو دپاره نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه پور اخستلو ته اړ شوی نو د بودیجې نه وړاندې دپوځ دفاعي بودیجه کې په احتمالي اضافه نیوکې روانې وې.

دپاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي چې چې پوځ دفاعي لګښتونو دتیریدلو،دپوځ دراشن، سفري اؤ انتظامیي لګښتونو د کمولو پرېکړه اؤ ددې ترڅنګ به پوځي افسران معاشونو کې دلوړوالي نه هم تیریږي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د هېواد د پرمختګ لپاره به د پوځ په لګښتونو کې له پوره احتیاط کار اخلي او په دې لړ کې ښایي داسې پرېکړې هم وشي چې خورا سختې وي.



اعلان