خيبر پختونخوا: قبر کیندونکو د بودا لرغونې مجسمې موندلي

سيمه او نړۍ

خيبر پختونخوا: قبر کیندونکو د بودا لرغونې مجسمې موندلي

319

خیبرپختونخوا په مردان کې قبر کیندونکو د بودا لرغونې مجسمې موندلي، د لرغونو اثارو ساتونکې ډلې ویلي، چې دغه مجسمې د مردان د سلیم خان نومې سیمې د یوې هدیرې څخه چې د یو مړي د ښخولو لپاره قبر کیندونکو په وخت موندلي دي.
دغه دوه مجسمې په مات شکل موندل شوي خو د خیبرپختونخوا د لرغونو اثارو ادارې یو چارواکي محمد جانګیر د امریکا غږ راډیو ته ویلي، چې مجسمې ماتي شوي دي خو ددې لخوا به بیرته ورغول شي، دغه دوه مجسمې چې لویوالی دوه فټه اته انچه او بله درې فټه اووه انچه ده داسې معلومیدې چې ډیر پخوا راهیسې په دې هدیره کې ښخې شوي وي.
ددغې ادارې چارواکي زیاتوي چې داسې نور لرغوني اثار هم په شاوخوا سیمو لکه تخت بهاي،مردان او جمال ګړهی کې موندل شويدي.



اعلان