دوستم: د وسلوالو طالبانو پر وړاندې ۲۰ زره کسانو سره د جګړې ډګر ته ځم

راپورونه

دوستم: د وسلوالو طالبانو پر وړاندې ۲۰ زره کسانو سره د جګړې ډګر ته ځم

558

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال او پخوانی د ګیلم جم ملیشو مشرعبدالرشید دوستم د اختر په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې که حالات په همدې ډول دوام وکړي، نو له ۲۰ زره کسانو سره به یو خای د طالبانو پر ضد د جګړې ډګر ته ورځي.
ښاغلي دوستم ویلي چې:“ د هېواد په شمال کې د طالبانو جنګیالي ځای پر ځای کیږي، زما مشوره ور ته دا ده چې تېرې تجربې دې نه تکراروي، ځکه شمال ته راتګ ښایي اسانه وي خو بېرته سلامت تګ به ورته ګران وي“.
دی وایي، که حالات دغسې دوام پیدا وکړي، د هېواد د مشرانو، او علمای کرامو سره تر سلا او مشورې وروسته به د طالبانو پر ضد د جګړې ډګر ته کښته شي.
دا لومړی ځل نه دی چې دوستم طالبانو ته ګواښونه کوي تر دې وړاندې هم نوموړی تر مخ امر لاندې سلګونو کسانو سره یوځای په فاریاب کې د طالبانو پر ضد د جګړې لیکو ته ورغلی او له طالبانو سره هر ځلې جګړه کې مات شوي او بیرته مخ به کابل ستون شوي.



اعلان