"د عمران خان د سپک چلند له امله سعودي پاچا له پاکستانیانو سره غونډې لغوه کړي"

راپورونه

5429

سعودي کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه جوړه شوې وه چې د افغانستان او پاکستان په ګډون په کې د نړۍ د نږدې ټولو مسلمانو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
له سعودي پاچا ملک سلمان سره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ملاقات یوه لنډه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.
ویډیو کې لیدل کېږي چې خان د دېپلوماتیک عرف خلاف یوازې پاچا ته ملاقات ته ورځي او خپلې خبرې په ولاړه د پاچا ترجمان ته کوي او د پاچا له ځواب اورېدو پرته بېرته ځي.
ټولنیزو رسنیو کې د خان دغه کړنه سخته غندل شوې او خان ته د دېپلوماتیکو ادابو د زده کولو سپارښتنه شوې ده.
ار ټي لیکلي چې ویل کېږي پاچا له پاکستاني لوري سره نورې ناستې د دغه سپکاوي له امله لغوه کړي دي.



اعلان