کابل کې چسپکي ماین چاودنې د اداري اصلاحاتو ۵ مامورین وژلي

افغانستان

کابل کې چسپکي ماین چاودنې د اداري اصلاحاتو ۵ مامورین وژلي

110

د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۵ تنه پکې وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ویاند فرید احمد ویلي، چې د دوی د کارکونو پر کاسټر موټر د چپسکي ماین چاودنه شوې.
د نوموړي په وینا، په دغې پېښې کې د دوی ۵ کارکوونکي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د پېښې له ځایه د کابل روغتونونو ته یو جسد او ۹ ټپیان وروړل شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.



اعلان