طالبان: د سولې ولسي حرکت د افغان استخباراتو او امریکا سفارت په لارښوونه کار کوي

افغانستان

طالبان: د سولې ولسي حرکت د افغان استخباراتو او امریکا سفارت په لارښوونه کار کوي

371

د سولې ولسي حرکت، چې له طالبانو د سولې غوښتنه کوي، هلمند کې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته سفر پېل کړی دی.
دوی چې شمېر یې دېرش تنو ته رسېږي د هلمند موسی کلا او نورو سیمو ته د تګ پلان لري. دوی به دغه سفر په لوڅو پښو وهي.
خو طالبان بیا په دوی شک لري. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ته نن (یکشنبه) ویلي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې به دغه حرکت د ننوتو اجازه ور نه کړي.
مجاهد زیاته کړې، دغه حرکت د افغان استخباراتو او کابل کې د امریکا د سفارت په نېغه لارښوونه (هدایاتو) کار کوي.
د حرکت غړو له پنجشنبې تر اوسه دېرش میله مزل کړی دی.
ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې دوی ته ښه راغلاست ویل شوی دی.
دغه حرکت د اور بند غوښتنه هم کوي، خو طالبانو په څرګنده د اور بند کول رد کړي دي. ګومان کېږي چې طالبان به په کوچني اختر کې نا اعلان شوی اور بند وکړي.



اعلان