غزني کې طالبانو د هاموي ټانک پواسطه د ځانګړو ځواکونو ریزرف قطعې برید کړی

افغانستان

غزني کې طالبانو د هاموي ټانک پواسطه د ځانګړو ځواکونو ریزرف قطعې برید کړی

587

د غزني امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه طالبانو د هاموي ټانګ پواسطه د غزني ښار په ۵ کیلومترۍ کې د ځانګړو ځواکونو په ریزرف قطعي برید کړي چې پایله کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

د غزني د والي د مطبوعاتي دفتر برید تائيدوي او وايي، چې تېره شپه د ریزرف قطعې پر لومړي نظام قراول د موټربم چاودنې په پایله کې د لومړنیو مالوماتو له مخې لږ ترلږه دوه پولیس وژل شوي او ۱۳نور ژوبل دي، چې روغتون ته رسول شوي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې په سیمه کې ویلي، چې روغتون د دېرشو په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو مړي او ټپيان ور وړل شوي او شاید ډېر نور تر خاورو هم لاندې وي.

د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی او وايي، لږ ترلږه ۴۰امنیتي سرتېرو ته یې په دې برید کې مرګ ژوبله واړوله.



اعلان