د اتمر ډله: د بحران مسوول به غني وي

افغانستان

د اتمر ډله: د بحران مسوول به غني وي

118

د ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني سلاکار ټاکنیزه ډله له واکه د ولسمشر ګوښه کېدل غواړي.
دغه ډله وایي، د جوزا په لومړۍ د ملي یووالي حکومت نېټه پای ته رسېدلې او له هغې وروسته د حکومت کړنې او ګومارنې قانوني او د چلن وړ نه دي.
اریانا نیوز لیکي، د کاپیسا پخوانی والی او د اتمر د ډلې غړی محراب الدین ساپی وایي، د حکومت نوې ټاکنې او ګومارنې قانوني نه دي.
د سولې او اعتدال د ډلې یو بل غړي تمیم جرت بیا ویلي، که حکومت یې غوښتنې و نه مني، نو د بحران مسوولیت به د ولسمشر په غاړه وي.
دغه ډله له اختر وروسته د حکومت پر ضد د پراخو مظاهرو پلان لري.



اعلان