طالب مشر: افغانستان کې د افغانانو د خوښې خپلواک، اسلامي او افغان شموله نظام غواړو

افغانستان

طالب مشر: افغانستان کې د افغانانو د خوښې خپلواک، اسلامي او افغان شموله نظام غواړو

703

طالب مشر هبت الله اخندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په تړاو خپل پېغام کې افغان ولس ته د اختر مبارکي ویلې او د عباداتو د قبلېدو دعا یې کړې ده.
اخندزاده ویلي چې "د اشغال پر ضد جهاد یې د بریالیتوب منزل ته ور لنډ شوی" دی.
پېغام کې راغلي چې د جګړې او له امریکایانو سره د خبرو موخه یې د "اشغال" ختمول او "د اسلامي نظام قیام دی."
مسکو کې د بین الافغاني غونډو په تړاو ویل شوي "اسلامي امارت د خپل اصولي دریځ او سوله ییزې تګلارې له مخې په دې توانیدلی چې د افغانستان د ګاونډ او سیمه ییزه اجماع د ځان کړي، په مسکو کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو لومړی کانفرانس، د اسلامي امارت له سیاسي استازیو سره د نړۍ د هیوادونو اړیکې او د هغوی د سیاسي لوړ پوړو چارواکو رسمي لیدنې کتنې او د بین الافغاني تفاهم په سلسله کې غونډې او تماسونه زموږ د خبرې ښکاره ثبوت دی."
پېغام زیاتوي چې افغان حکومت د دغو بین الافغاني هڅو د مخې نیولو هڅه کوي، خو طالبان ورته اعتناء نه کوي.
له امریکایانو غوښتنه شوې چې په مذاکراتو کې له "تعقل او تفاهم" نه کار واخلي او "صادقانه سهیم ووسي."
پېغام کې له دولتي کارمندانو غوښتل شوي چې له حکومته لار جلا او له طالبانو سره یو ځای شي.
طالب مشر ویلي غواړي چې "په ګران هیواد کې د افغانانو د خوښې یو خپلواک، اسلامي، او افغان شموله نظام حاکم شي".
افغان ولس ته ویل شوي چې "د سالم شرعي نظام په سیوري کې به هیوادوالو نارینه او ښځینه و ته ټول حقه حقوق ورکول کیږي."



اعلان