شمالي کوریا پنځه چارواکي اعدام کړي

سيمه او نړۍ

شمالي کوریا پنځه چارواکي اعدام کړي

147

رپوټونه وایي، شمالي کوریا د امریکا له پاره خپل ځانګړی استازی Kim Hyok Chol په تېره مارچ میاشت کې اعدام کړی دی.
رویټرز د سویلي کوریا د یوې رسنۍ له مخې لیکلي، دا وروسته له هغه چې په تېره فبرورۍ کې د شمالي کوریا او امریکا د مشرانو تر منځ خبرې ناکامې شوې.
کېم جونګ اون او ډونلډ ټرمپ د ویتنام په پلازمېنه Hanoi کې دویم ځل کتلي وو.
دا خبرې ځکه ناکامه شوې وې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د شمالي کوریا په بشپړ نااتومي کولو باندې اختلاف و.
رپوټ زیاتوي، له ځانګړي استازي سره د شمالي کوریا  بهرنیو چارو د وزارت څلور تنه نور چارواکي هم وژل شوي، خو د څلورو تنو نومونه نه دي څرګند شوي.
یاد ځانګړی استازی امریکا ته په جاسوسۍ تورن و. ویل کېږي چې دوی د شمالي کوریا واکمن ته په خیانت کولو هم تورن وو.
د سویلي کوریا چارواکو تر اوسه د دغو رپوټونو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې دغه رپوټونه ارزوي.



اعلان