کابل کې موټر بم برید بهرني ځواکونه وژلي

افغانستان

کابل کې موټر بم برید بهرني ځواکونه وژلي

85

کورنيو چارو وزارت وايي چې نن سهار د کابل ښار په یکه توت سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې.

چاودنه د کورنیو چارو وزارت تائیدوي خو د بهرنیو پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نلري، د کابل امنیه قومندانی ویاند فرامرز وايي، چې برید نن سهار د یو ټونس ډوله موټر په وسیله د کابل جلال اباد به عمومي لاره شوي ده.

وسلوالو طالبانو هم د برید مسولئیت منلی، ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټر ویلي چې برید يې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان کړی چې له امله دوه موټر تخریب او لس پوځيان يې وژلي دي.



اعلان