کابل برید؛ ناټو د ۴ امریکایانو د ټپي کېدو او طالبان د ۱۰ امریکایانو د وژلو خبره کوي

افغانستان

کابل برید؛ ناټو د ۴ امریکایانو د ټپي کېدو او طالبان د ۱۰ امریکایانو د وژلو خبره کوي

1173

نن سهار څه کم نهه بجې د کابل ښار په نهمه حوزه کې د امریکایانو په یوه کتار سرتېری برید وشو.
غوڅ ملاتړ ماموریت (ناټو) بي بي سي ته ویلي چې څلور امریکایي عسکر ټپیان شوي دي، خو طالبان، چې د دغه برید مسوولیت یې منلی، د ډېرې مرګ-ژوبلې ادعا کوي.
طالب ویاند په ټوېټر لیکلي چې دوه موټر ویجاړ شوي او لس تنه امریکایي افسران او عسکر په کې وژل شوي دي.
پېښه د نهمې حوزې په وزیر کلا سیمه کې شوې ده.



اعلان