طالبان: راتلونکي حکومت کې به ټول ګوندونه حضور ولري

افغانستان

طالبان: راتلونکي حکومت کې به ټول ګوندونه حضور ولري

501

مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ بین الافغاني غونډه پای ته رسېدلې ده.
طالبانو را روان کوچني اختر کې د اور بند په اړه د افغان سیاستوالو غوښتنه رد کړې، خو د طالبانو په حواله ویل شوي دي چې هغوی به دایمي اور بند ته زمینه برابره کړي.
خو داسې ګومان کېږي چې ښایي طالبان به نا اعلان شوی اور بند وکړي.
بل خوا، سپوتنیک د طالب ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي چې د افغانستان راتلونکي حکومت کې به ټول ګوندونه حضور ولري.
تمه کېږي چې د مسکو فارمټ په څېر یوه بله لویه بین الافغاني غونډه به راتلونکې میاشت د قطر پلازمېنې دوحه کې وشي.



اعلان