کابل کې فهیم نظامي پوهنتون مخې ته چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

افغانستان

کابل کې فهیم نظامي پوهنتون مخې ته چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

96

په کابل کې د مارشال فهيم پوهنتون په خوله کې نن /پنجشنبه/ موټربم چاودنه وشوه، تراوسه پورې د دې پېښې د مرګ ژوبلو دقیق شمېر څرګند نه دی. خو یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې لږ تر لږه ۶تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

یوه عیني شاهد ویلي، چاودنه هغه مهال وسوه، چي د مارشال فهیم د نظامي پوهنتون محصلین د راوتلو په حال کي وه.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.



اعلان