کابل کې د امریکا سفیر: د غني او عبدالله دوره ختمه ده

افغانستان

کابل کې د امریکا سفیر: د غني او عبدالله دوره ختمه ده

134

 کابل کې د امریکا سفیر جان باس د طلوع تلویزون سره په يو تازه مرکه کې ویلي، د ملي یووالي حکومت کاري دوره د غبرګولي په لومړۍ پای ته رسیدلې او غني او عبدالله باید خپلو اساسي دندو ته پام وکړي.

د امریکا سفیر د غني له وروستیو ګومارنو هم ناراضه ښکاریده او داسې ښکاري، چې تر اختر وروسته به په هېواد کې د واک پر سر نوې ناندرۍ وزیږي.

د امریکا سفیر زیاتوي، د ملي یووالي حکومت په یوه ځانګړې دوره کې دي او باید پوه شي، چې د پنځه کلنې دورې د لومړیو کلونو په څېر اختیارات او قدرت په لاس کې نلري.

هغه د ملي یووالي حکومت پر مشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس غږ وکړ، چې خپلو اساسي دندو ته دې متوجه شي او وایي، راځئ پوښتنه ترې وکړو، چې د لویې څارنوالي پریکړې ته په احترام دوی اخیر څه کول غواړي؟!

د امریکا سفیر زیاته کړه، چې دواړه مشران باید په داسې حساسه مرحله کې له تغییراتو او مقرریو ډډه وکړې، ځکه ددغه ګومارنو ګټه یوه نوماند ته رسیږي نه دولت ته!



اعلان