مجید قرار: پنځه کاله وړاندې ټول ولس په غني غولېدلی وو

راپورونه

مجید قرار: پنځه کاله وړاندې ټول ولس په غني غولېدلی وو

1558

مجید قرار چې لومړیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سخت پلوی او کمپاینر و، اوس یې د غني په نقدولو او پرې نیوکو پېل کړی دی.
قرار په امریکا کې افغان سفارت کې فرهنګي اتشه دی.
قرار په وروستیو کې د غني په مشرۍ حکومت سخت ټکونه کړي او ناکام یې ګڼي.
نوموړی چې ټولنیزې شبکې فېسبوک کې زرګونه پلویان او ملاتړي لري، په یوه وروستي پوسټ کې یې لیکلي چې پنځه کاله وړاندې یوازې دی نه بلکې ټول ولس په غني باندې غولېدلی و. دی زیاتوي چې دی له نورو یو څه زیات غولېدلی و.
نوموړی وایي چې غني د ټولو معیارونو په اساس ناکام دی.
قرار وایي، که غني بلې دورې ته پاتې شي، نو افغانستان به د تباهۍ په پوله ودروي.
قرار د طالبانو هم سخت مخالف دی. موده وړاندې امریکا غږ په یو رپوټ کې دی د "طالبانو ډیجیټلي دښمن" بللی و.



اعلان