محب پېنډۍ کې له باجوه سره د ډیورنډ کرښې په اداره کولو خبرې کړي

افغانستان

محب پېنډۍ کې له باجوه سره د ډیورنډ کرښې په اداره کولو خبرې کړي

584

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان د پوځ د مشر په بلنه پاکستان ته تللی و.
د پاکستان د پوځ اعلامیه وایي چې محب له قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې په اړه غږېدلی دی.
ټرېبیون لیکلي چې محب په راولپېنډۍ کې له باجوه سره په دوه اړخیزو ګټو، د سیمې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي دي.
دغه راز، دواړو لورو د ډیورنډ کرښې په اداره، چې پاکستان یې د پولې اداره بولي، هم خبرې کړي دي.
پېنډۍ د پاکستان د پوځ عمومي قومندانۍ ده.



اعلان