د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پاکستان ته رسیدلی

افغانستان

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پاکستان ته رسیدلی

180

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن د یوه جګپوړي پلاوي په رأس کې پاکستان ته رسیدلی.
له تېر نوامبر میاشتې راهیسې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او پاکستان جګپوړي چارواکي سره جرګه کېږي.
حمدالله محب د می په ۵مه له ولسمشر غني سره د پاکستان لومړي وزیر عمران‌خان تر ټیلیفوني خبرو وروسته اسلام‌اباد ته په سفر تللی دی.
محب به د دغه سفر په ترڅ کې د ترهګرۍ، امنيت ضد او د دواړه خواوو ګډ کار په اړه د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره خبرې وکړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر لطف الله مشعل ویلي چې په یاده غونډه کې پر امنیتي مسئلو سربېره د کډوالو او دوه اړخیزې سوداګرۍ هم خبرې وشي.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ تېره شپه لیدنې شوي، خو نوموړي په‌ دې اړه ډېر جزئیات نه‌ دي ورکړي.
تمه کېږي چې دواړه افغان چارواکي به نن بېرته کابل ته ستانه شي.



اعلان