په افغانستان کې د لړمانو لومړی فارم جوړ شو

افغانستان

په افغانستان کې د لړمانو لومړی فارم جوړ شو

390

د لومړي ځل لپاره په هرات کې یو افغان سوداګر د لړمانو یو فارم جوړ کړی او دا په افغانستان کې د لړمانو د ساتلو او زهرو د تولید لومړنی فارم دی.

په دغه فارم له دوه زرو زیات لړمان ساتل کېږي، او له دغو لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمير بهرنیو هيوادونو ته صادرېږي.

د دغه فارم مسوولین وايي د حکومت له لوري له دوی سره د نه همکارۍ له امله دوی نه دي توانېدلي چي بهرنیو هيوادونو ته زهر صادر کړي.

دغه فارم ته ټول راوړل شوي لړمان د هرات ښار او ولسوالیو څخه راوړل شوي دي.

د دغه فارم خاوند وايي په دې ځای کې یې څه د پاسه ۵۰۰زره ډالره پانګونه کړې ده.

د دغو لړمانو خوراک چنجي دي او په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل ترې زهر ایستل کېږي، په تېرو درېیو میاشتو کې د لړمانو له دغه فارمه یوازې درې سوه ګرامه زهر ترلاسه شوي دي.

د دغه فارم د مسوول په وینا د امریکا او اروپا په بازارونو کې د لړمانو د یو کیلو زهرو بیه کابو لس مېلیون ډالره اټکل شوې ده.

له دغه فارمه ترلاسه شوي زهر امریکا، اروپايي او عربي هېوادونو ته صادرېږي، دغه زهر د سرطاني او نورو خطرناکو ناروغیو ضد درملو کې کارول کېږي.



اعلان