ډېویډ بټلر: افغانستان کې به جګړې ته دوام ورکړو

افغانستان

ډېویډ بټلر: افغانستان کې به جګړې ته دوام ورکړو

159

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ویاند ډېویډ بټلر د افغانستان په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو په یاد غونډه کې له وسلوالو مخالفینوسره په روانه جګړه کې د افغان امنیتي سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه.

بټلر په یاده غونډه کې چې کابل کې جوړه شوې وه، څرګنده کړه چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.

ښاغلي بټلر په دې اړه زیاته کړه:«موږ دلته جنګېږو څو له خپل هېواد نه دفاع وکړو.»

واشنګټن یوه ورځ په جګړې کې د دغه هېواد د قرباني شویو سرتېرو په نوم نومولې او دا ورځ هر کال لمانځي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډېویډ بټلر وویل:«د یادونې ورځ هغه ورځ ده چې د سرتېرو د قربانیانو یادونه کوو؛ موږ د هغوی نومونه را په یادوو او پر دې ورځ د هغوی په تړاو فکر کوو.»

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې اتلس کاله کېږي د هېواد له خلکو قرباني اخلي خو پای یې لا هم ناڅرګند دی.



اعلان