ولسمشرغني: امنیت اخلالوونکي ډلې دې ژر تر ژره ونيول شي

افغانستان

ولسمشرغني: امنیت اخلالوونکي ډلې دې ژر تر ژره ونيول شي

96

ولسمشرغني د کابل امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې غيرې قانوني وسله والې ډلې او د امنيت اخلال کوونکي دې ژر تر ژره ونيسي او د کوچني اختر په درشل کې دې کابل ښاريانو ته د بشپړ امنيت ډاډ ورکړي.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، تېره ورځ په ارګ كې د جمهور رئيس غني په مشرۍ د کابل ښار د امنيتي وضعيت د ارزونې په هدف غونډه وشوه.

ولسمشر غني غونډې ته وویل ، د ترور، اختطاف او جرمي شبکو تعقيب او نيول بايد د کابل د امنيتي بنسټونو په لومړيتوب کې وي.

دا په داسې حال كې ده، چې كابل ښاريان د نامسووله وسله والو له تګ راتګ، انسان تښتونو او غلاوو څخه سر ټكوي.



اعلان