ننګرهار: د مولوی سمیع الله ریحان قبر ته نیږدې چاودنې وشوې

افغانستان

ننګرهار: د مولوی سمیع الله ریحان قبر ته نیږدې چاودنې وشوې

287

د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ په بلندغر سيمه کې د مولوي سميع الله ريحان قبر ته نژدې دوه چاودنې شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګیاني د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې چاودنې زيان نه لري او تر دې مهاله څرګنده نه ده چې د دې چاودنو هدف څوک و او چا کړې دي.

ياده دې وي چې پر مولوی ریحان د جمعې پر ورځ د کابل په نهمه حوزه پکتيا کوټ کې چاودنه شوې وه چې وړمه ورځ يئ جنازه خاوره ته وسپارل شوه.

مولوي سمیع‌الله ریحان د دغې ولسوالۍ په سطحه درېیم او د هیواد په سطحه ۷دیني عالم دی چې د روان کال له پیله په هېواد کې وژل کېږي.

باید وویل شي چې د تېرو ۱۵کلونو راهیسې په ټول هېواد کې ۱۰۰۷دیني عالمان وژل شوي دي.



اعلان