نړیوال غل د کابل والي ټاکل شوی

راپورونه

نړیوال غل د کابل والي ټاکل شوی

528

د کابل اوسنی والي یعقوب حیدري چې د استوانیا هیواد څخه ۳ میلونه ډالر غلا کړي نړیوالو پولیسو یا انټرپول ته مطلوب ده، اوس هم انټرپول پولیس نړیوال غله پسې ګرزي خو هغه د کابل والي ده.

د کابل والي یعقوب حیدري نومیږي چې په ۲۰۱۵کال کې زارعت وزارت ته نوماند شو، د کابل والي د اشرف غني حکومت په دننه کې قوي ملاتړي لري.

ویل کیږي امان الله ګزر د هغه یو له نږدې ملګرو څخه دی اوپر حکومت د جمیعت ګوند د دغه قوماندان نفوذ د کابل ولایت مقام ته د هغه په رسولو کې مرسته کړي ده.

حیدری ویلي چې دی په اروپا کې لوی سوداګر وو او ځکه یي رقیبانو د بدنامولو دسیسه جوړه کړي ده .

تر اوسه نه ده څرګنده چې ایا ولسمشر اشرف غني د اوسني کابل والي د قضیي په اړه خبر دی که څنګه.



اعلان