چخانسوري: ارګ کې اخلاقي فساد په اړه اوازې دروغ دي

افغانستان

چخانسوري: ارګ کې اخلاقي فساد په اړه اوازې دروغ دي

141

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، په ارګ کې د اخلاقي په فساد په اړه د یوه پخواني سلاکار ادعا بې اساسه او دروغ وبلل.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري نن یکشنبه د په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې په دې اړه به جدي څېړنې وشي.

ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پخپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د ښاغلي غني سلاکار فضلي د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له۶۰۰څخه کمې رایې وړي وې د نامشروع اړیکو له‌مخې ولسي جرګې ته کامیابې کړي دي.

خو د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي د ادعا په اړه وویل:"احمدزي د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر دغه درواغ جوړ کړي دي، او له دې لارې غواړي د خلکو ذهنیت خراب کړي."

نوموړي زیاته کړه چې دغه موضوع په جدي ډول څېړل کېږي او لویه څارنوالي به له حبیب الله احمدزي څخه د خپلې ادعا په اړه د اسنادو او شواهدو وړاندې کولو غوښتنه وکړي.

که څه هم تر دې مخکې د افغان حکومت په یو شمېر نورو ادارو کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر ارګ د اخلاقي فساد ادعا کېږي.



اعلان