پښتون ژغورنی په کاروان برید کې د محسن داوړ په شمول ۲۵ تنه ټپیان دي

سيمه او نړۍ

پښتون ژغورنی په کاروان برید کې د محسن داوړ په شمول ۲۵ تنه ټپیان دي

102

د شمالي وزیرستان به دته خیلو سیمه کې د پښتون ژغورنی په غړو وسلوال برید شوی، برید کې د محسن داوړ په شمول ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د پښتنو ژغورنې غورځنګ د مخکښو مشرانو او د پارلمان غړو محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ کاروان دته‌خېلو ته روان ‏و، چې خړ کمر سیمه کې يې د پوځيانو له لوري د مخکې تګ مخنیوی وشو، دغه مهال خلکو احتجاجي نارې پيل کړې او پوځيانو پر خلکو ‏ډزې وکړې.‏

ځينې سرچينو ويلي، چې ښاغلی داوړ پر لاس لګېدلی او ټپي دی، خو نوموړي ته ځينو نږدې سرچينو بيا ويلي، چې محسن داوړ ته زيان نه ‏دی رسېدلی او د پوځيانو په ډزو کې پنځه ويشت نور لاريونوال ټپيان شوي دي.‏

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.‏



اعلان