د پاکستان د سترقاضي د جنسي اړيکو ويډيو د دې هيواد د رسنيو ستره موضوع ده

سيمه او نړۍ

د پاکستان د سترقاضي د جنسي اړيکو ويډيو د دې هيواد د رسنيو ستره موضوع ده

431

د پاکستان د ملي احتساب د محکمي مشر جاويد اقبال چې پخواني نظامي چارواکي هم پاتې شوی او اوس د فوځ د مخالفينو او په ځانګړي ډول د پاکستان د اپوزيسون د دو سترو ګوندونو د غړو پرضد د پريکړو په اړه مشهور دی.

خو له تيرو څو ورځو راهیسې پرسوشل ميډيا د هغه يوه هېښوونکې ويډيو او يوه بله د تلیفوني مکالمې اډيو خپره شوې، چې د حکومت د مخالفو ګوندو او عامو پاکستانيانو غوسه يې راپارولې.
په دې ويډيوکې سترقاضي له يوې جذابې ځوانې میرمنې نه جنسي تمنا لري اوهغه په خندا ځوابونه ورکوي، قاضي هغه په غیږکې نیسي اومچه ورنه اخلي.
په يوه بله اډيوکې دغه میرمن چې طیبه نومیږي جسټس جاويداقبال ته وايي زه له تامروره يم، قاضي ورته وايي
” زه به دي له سره تر پښو ښکل کړم او که په لاره کې هرڅه راشي هغه به هم ښکل کړم“.
قاضي په يوځای کې داسي مکالمه کړې چې په ظاهره دا معنالري چې قاضي له دغې میرمنې سره د جنسي اړيکو په بدل کې د قضايي قضيې په برخه کې مرسته کوي.
همدې خبرې د قاضي هغو مخالفيونو ته غوره دليل پيداکړی چې له نوموړي قاضي نه د استعفا غوښتنه کوي او قاضي د جنسي رشوت په غوښتلو تورنوي



اعلان