مارکونډی

د پرون کيسه

مارکونډی

194

د پښتونخوا په دشتو او شاړو کې د مارکونډي بوټی پخپله راشنه شي. د چا ګردې یا د مثانې درد وي نو دغه ایشیدلي ازغن بوټی ورته د څښلو لپاره ورکوي.
په ولسي ژبه کې مارکونډی د اوزې سر، د غوایی سر، د پیشو سر، د شیطان باڼه، د شیطان ازغي، د شیطان بوټی او په دغسې نورو نومونو مشهور دی. په سانسکرت کې “ګوکشوره” (د غوا سم) ممکن د غواګانو په سم پورې د نښتو له کبله ویل کیده. د دې ساینسي نوم “زایګوفیلیسیا” دی.
مارکونډی زیات وخت په زمکه خواره واره پروت وي چې په سیوري او د ونو لاندې هم وده کوي. دا بوټی د ۱۰ سینټي میټر نه تر یو میټر پورې لوړ وي او سپین زیړبخن ګل يې ۵ پاڼې لري. ګل د رژیدو سره غوزه پیدا شي چې ۵ زړي لري او دا د وزې یا غوایی د سر په شان ښکاري. په هر یو زړي کې دننه تخم د یو بل د پاڅه پراته وي. په دې غوزه کې تیره ازغي د څاروو په پوټکي ورننوځي نو ځکه شپانه خپل مال له مارکونډي لیرې ساتي.
مارکونډی د هند له لوی وچې امریکه او استریلیا ته کډه کړې ده او اوس هلته د نورو نباتاتو سره ورګډ شوی دی. په کیلیفورنیا کې دا د اپریل او اکتوبر تر منځ شنه کېږي. د امریکه په ځینو ایالتونو کې دا ځنګلي (ګنده بوټی) ګڼلې شي خو په نباتات کې مارکونډی په رسمي توګه یو بوټی اعلان شوی دی. دا په جنوبي یورپ ایشیا، افریقه او آسټریلیا په وچو سیمو او شاړه خاوره کې هم شنه شي. د دې جرړې په زمکه کې دننه ژور ځان ته نم راکاږي.
د جنوبي افریقه په ملکونو کې پخوا دا د قبایلو له خوا د یو وسلې په توګه به يې کاروو. د دې ازغن میوه به يې په زهرژن بوټي په اوبو کې ولړله او په دشمن به يې ویشتله. هم دغسې په لاطیني کې مارکونډی د “ټریبولوس” په نوم یادېدو چې د روم د پوځ یوه تیره وسله وه.
د مارکونډي وچ میده شوي ازغي د متیازو د انفکشن په داروګانو کې کارېږي. د پښته ورګي، مثانې د درد او تکلیف لپاره خلک اوس هم دا بوټې اکسیر ګڼي. په فارسی او اردو کې د یوناني داروګانو حکیمان د دې نوم ” خارخسک خورد” وي. یو وخت پهلوانانو او باډي بلډرانو ایشیدلې به د دې لپاره څښلو چې دا د بدن توان زیاتوی خو دا باور غلط دی.

د لیکوالې له بلاگ څخه به مننې



اعلان