کندهار کې زوروری چاودنې ۵روماني عسکر ټپیان کړل

افغانستان

کندهار کې زوروری چاودنې ۵روماني عسکر ټپیان کړل

143

د رومانیا دفاع وزارت منلي چې د جمعې په ورځ د دوی ۵سرتېري په افغانستان کې ټپیان شوي دي.

د رومانیا د دفاع وزارت په وینا ژوبل شوي پوځیان له خطره وتلي او په کندهار کې هوايي آډې ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

راپورونه وايي چې دا پنځه پوځیان د جمعې په ورځ د غرمه مهال هغه وخت ټپیان شول چې له امریکايي پوځیانو سره یوځای یې ګزمه کوله.

د رومانیا دفاع وزارت وايي چې د ګزمې په ترڅ کې د رومانیايي پوځیانو د نقلیه وسیلې په لار کې ماین وچاودېده.

رومانیا په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ په چوکاټ کې نژدې ۶۰۰سرتېري لري، چې تر ډېره د کندهار هوايي ډګر امنیت ساتي.

د رومانیا ولسمشر کلاوس اوهانیس په دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل«زه له خپلو پوځیانو سره چې نن په افغانستان کې په یوه ځانګړي ماموریت کې ژوبل شوي، ځان شریک بولم.»



اعلان